⁦‎+93 202 203 258⁩ ⁦‎+93 703 100 676⁩ د تایمانی پخوانی برخه، ۱۰م کوڅه، کور ۳۷، کابل – افغانستان
زموږ سره اړیکه
د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ښکلا خیریه بنسټ وتوانېد

د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ښکلا خیریه بنسټ وتوانېد

1404/12/8 · آدرس تایمنی سابقه لسم سړک ۳۷ نمبر کور کابل افغانستان

ستاسو د سخاوتمندۍ او همکارۍ په برکت، د بېوزلو او اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي

د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ښکلا خیریه بنسټ وتوانېد، چې د الله تعالی په فضل او ستاسو د سخاوتمندۍ او همکارۍ په برکت، د بېوزلو او اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي او د هغوی لپاره د مرستې لاس وغځوي.

ستاسو د ارزښتناکو مرستو په برکت مو د خوراکي توکو بستې چمتو کړې او پر مستحقو کورنیو مو وویشلې، تر څو هغوی هم وکولای شي چې د روژې مبارکه میاشت په ارام، عزت او ډاډ سره تېره کړي. دا مرستې نه یوازې د هغوی د اړتیاوو پوره کولو سبب شوې، بلکې د امید، مینې او ورورولۍ پیغام یې هم ورساوه.

موږ د زړه له کومې مننه او قدرداني کوو د بهر مېشتو افغانانودنړیوالی شورا او د افغانستان د بیا رغونې د ملي او نړیوال لوی بنسټ له مشر ښاغلي در محمد آشنا او د هغه له درنې کورنۍ څخه، چې په دې نیک کار کې یې خپلې ارزښتناکې مرستې وکړې. ستاسو ملاتړ زموږ لپاره د هڅونې او ویاړ ځای دی.

همدارنګه له هغو ټولو درنو دوستانو او خیر غوښتونکو څخه ځانګړې مننه کوو چې پدې خیریه نوښت کې یې برخه واخیسته او د اړمنو کورنیو لاسنیوی یې وکړ. ستاسو هره مرسته د یوې کورنۍ د خوښۍ، دعا او موسکا سبب شوه، او بېشکه چې ستاسو دا نېک عمل به د الله تعالی په دربار کې د اجر او ثواب وسیله وګرځي.

الله تعالی دې ستاسو مرستې، سخاوت او نیک نیتونه قبول کړي، شتمني او برکت دې درکړي، او موږ ټولو ته دې توفیق راکړي چې تل د خپلو اړمنو وروڼو او خویندو تر څنګ ودرېږو.

په درنښت
د ښکلا خیریه بنسټ

زموږ کار ملاتړ کړئ

ستاسو ملاتړ موږ ته اجازه ورکوي چې بې وزلو کورنیو، یتیمانو، ناروغانو او بې کارو خلکو سره مرسته وکړو.

اړیکه
ننوتل